دمشق 28 نومبر (اے پي پي) د سوريې په شمالي منبج ښار كښې په چاودنه كښېې دوه مېرمنې او يو ماشوم مړه او پنځه كسان ژوبل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې د ځائي ملټري كونسل په قول وئيلي دي چې چاودنه هغه مهال وشوه كله چې د كرد انتظاميې له مخې په عرب اكثريتي سيمه منبج كښې يو ګاډې د داخلي لارې څخه تېرېدو. د چارواكو له مخې په چاودنه كښې درې كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي. په مړو كسانو كښې دوه مېرمنې او يو ماشوم شامل دي.