صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اېران صدر سيد ابراهيم رئيسي سره ملاقات وكړو

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي﴾ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې اېران مهم او زمونږ ګاونډي ورور هېواد دے، دواړه هېوادونو په خپل مېنځ كښې تاريخي، لساني، مذهبي او كلتوري اړيكې لري، پاكستان جيو اقتصادي خوشحالې او د سيمه ايزو روابطو ودې ته خاص اهميت وركوي، د پاكستان څخه تر تركيه او آذربائيجان د نړيوال روډ ټرانسپورټ ګټه به ټولې اي سي او منطقې ته ورسي. ده دا خبرې د تركمانستان دورې په مهال د اېران صدر سيد ابراهيم رئيسي سره په اشك آباد كښې د ملاقات په مهال وكړې. صدر مملكت عارف علوي ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او معيشت د دوه اړخيزه مېكانزم رسمي غونډې ضروري دي. ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو زياتولو پراخا امكانات موجود دي. د اقتصادي مرستې تنظيم د سيمه ايزو روابطو په وده كښې مهم كردار ترسره كوي. صدر مملكت ووئيل چې معاشي مرستې او سيمه ايز روابط لا مستحكم كولو لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم لا قوي كولو ضرورت دے. د ملاقات په مهال د افغانستان په صورتحال هم خبرې وشوې. صدر مملكت ووئيل چې دواړه هېوادونه په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي. دواړو مشرانو د دوه اړخيزه مرستې او اړيكو په لا مستحكم كولو اتفاق وكړو. دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه په زياتېدونكو اړيكو او د دوه اړخيزه مرستې په اوسنې كچه د اطمينان څرګندونه كولو سره د پاكستان او اېران ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارتي او معاشي اړيكو په زياتولو اتفاق وكړو. صدر مملكت ايراني صدر ته په ټاكنو كښې په كاميابۍ او په چوكۍ سنبالولو مباركي هم وركړه او د كشمير مسئلې په اړه د اېران په اصولي دريځ ئې د اېراني صدر مننه وكړه. صدر مملكت د اېران صدر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه او د اېران صدر سيد ابراهيم رئيسي هم صدر مملكت ته د اېران د دورې كولو بلنه وركړه.