په آسټريا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 11 زره 600 كسېونه رپورټ شوي دي

ويانا 27 نومبر (اے پي پي) په آسټريا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 11 زره 600 كسېونه رپورټ شوي دي چې ورسره په هېواد كښې د ځپل شويو خلقو شمېره زياتېدو سره 11 لكه 32 زره 805 ته رسېدلې ده. د آسټريا ځائي مېډيا له مخې په وبا كښې په دې هېواد د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 65 كسان مړه شوي دي او دې سره په آسټريا كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 12 زره 349 ته رسېدلې. د آسټريا په بېلا بېلو روغتونونو كښې د كورونا د داخل رنځورانو شمېره 2640 ده. په هېواد كښې د كورونا وبا د نوې چپې مخ نيوي لپاره لاك ډاٶن روان دے.