كابل 27 نومبر (اے پي پي) د افغانستان په لوېديځ فراه ولايت كښې پوليسو د شوكې او د موټرو غلا كولو په تور كښې 11 كسان نيولي دي.د چينائي مېډيا له مخې د ولايت د پوليس چارواكو وئيلي دي چې پوليسو د شوكې او موټرو په غلا كښې ككړ 11 كسان نيولي دي. يو چارواكي مولوي ادريس ووئيل چې د تورنو څخه يو غلا كړې شوې موټر او 4 موټرسائيكل ترلاسه كړې شوي دي او مالكانو ته سپارل شوي دي او نورې پلټنې لا روانې دي. ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن او سلامتيا باوري كول زمونږ وړومبې ترجيح ده.