پاكستان د آر اېس اېس مشر موهن بهګوت د غېر ذمه دارانه او اشعال ګر ريماركس غندنه وكړه

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) پاكستان د هند د انتهاخوښې ډلې راشټريه سوامي سيوك سنګھ ﴿آر اېس اېس﴾ مشر موهن بهګوت د غېر ذمه دارانه او اشعال ګر ريماركس غندنه كړې او دا ئې په مكمل توګه رد كړي دي، د هندو انتهاخوښې ډلې راشټريه سوامي سيوك سنګھ ﴿آر اېس اېس﴾ مشر موهن بهګوت د نيمې وچې د تقسيم عمل د بېرته اخستلو غوښتنه كړې وه. د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند د موهن بهګوت د غېر ذمه دارانه او اشعال ګر ريماركس غندنه كولو سره دا په مكمل توګه رد كړل. ده ووئيل چې د آر اېس اېس د مشر لخوا په اولسي كچه دا د فرېب او اشعال بيانونه كومه نوې خبره نه ده. ده ووئيل چې د بي جے پي او آر اېس اېس د خطرناك سوچ مقصد په هند كښې اوسېدونكي اقليتونه په مكمل توګه زورول دي. وياند ووئيل چې پاكستان د هند د تسلط خوښې اقداماتو پرله پسې مخالفت كوي، پاكستان د كوم هم ډول جارحانه عزائمو مخ نيوي لپاره په مكمل توګه پوخ عزم لري. وياند بي جے پي او د دې نظرياتي سرچينې آر اېس اېس سره تعلق لرونكو ته مشوره وركړه چې د داسې اشعال ګرو او غېر ذمه دارانه بيانونو څخه دې ډډه وكړي او حقائق قبلولو سره دې په امن سره د پاتې كېدو تقاضې عملي كول زده كړي.