اېمسټرډېم 27 نومبر (اے پي پي) د هالېنډ د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د سوئيلي افريقې څخه په راغليو دوه پروازونو كښې د 61 مسافرو د كووېډ 19 ټسېټونه مثبت راغلي دي. د چارواكو له مخې د نورو 531 مسافرو ټېسټونه منفي راغلي دي. د هالېنډ د روغتيا وزارت وئيلي دي چې هغه مسافر چې د كووېډ 19 ټېسټونه ئې مثبت راغلي دي، د اېمسټرډېم هوائي اډې سره نزدې په يو روغتون كښې قرنطينه كړې شوې دي.