په مېكسيكو كښې په ټرافيكي كښې 19 كسان مړه او 25 ژوبل شوي

مېكسيكو سټي 27 نومبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې په ټرافيكي پېښه كښې 19 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د مېكسيكو چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه په مېكاوكن ايالت كښې هغه مهال رامېنځ ته شوې كله چې د يوې عبادت خانې په پلو د تلونكي بس برېك كار پرېښود او بس يو كور سره ټكر شو. د چارواكو له مخې په پېښه كښې 19 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي كوم چې د چورلكو او اېمبولنس د لارې روغتون ته رسول شوي دي.