كابل 26 نومبر (اے پي پي) د طالبانو په مشرې كښې د انتظاميې وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د طالبانو او امريكې ترمېنځه به د قطر په پلازمينه دوحه كښې بېرته مذاكرات پېل كېږي.د باختر خبري اژانس د ذبيح الله مجاهد په قول وئيلي دي چې د دوحه لوظنامې له مخې به امريكائي استازو سره خبرې روانې ساتو. ده ووئيل چې دا مذاكرات به د لوظونو پخلي او د اندېښنو لرې كولو لپاره مرسته كوونكي ثابت شي. ده ووئيل چې د افغانستان د كنګل شوې اثاثې پرانستلو لپاره به هڅې كولې شي. له بلې خوا د افغانستان د خارجه وزارت وياند عبدالقهار بلخي وئيلي دي چې د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي په مشرې كښې افغان پلاوې به خبرو لپاره د نومبر د 27مې نېټې څخه تر 29مه نېټه په دوحه كښې قيام كوي. د ځائي مېډيا له مخې په دې موقع به د كنګل شويو اثاثو په بحالې، انساني مرسته او په افغانستان كښې د امريكائي سفارت بېرته پرانستلو پشمول د شريكې ګټې په چارو خبرې كولې شي