روسيه كښې په بنديوانو د تشدد په تور د زندان مشر اخوا كړے شو

ماسکو 26 نومبر (اے پي پي) د روسيه صدر ولاديمير پيوټن په بنديوانو د تشدد په تور د زندان سروس مشر اخوا كړے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخئ د روسيه صدر د ماسكو په سوئيلي ختيز كښې په زندان كښې د بنديوانو د تشدد او د جنسي تېرو په وېډيو رامخې ته كېدو د زندان سروس مشر الېګزېنډر كلاشنكوف په سمدستي توګه اخوا كرے او د هغه په ځائے ئې نائب داخله وزير ارکاډي ګوسټيف د زندان سروس مشر تعينات كړے