ماسكو 26 نومبر (اے پي پي) په روسيه كښې د كوئيلې په كان كښې د لوګي په وجه د مړو كسانو شمېره 52 ته رسېدلې ده. د روسيې چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه د زيارت په ورځ د كېميروو په سيمه كښې رامېنځ ته شوې وه چې پكښې په ابتدائي توګه 11 كسان مړه شوي وو خو اوس دا شمېره 52 ته رسېدلې ده. په كان كښې 287 كسانو كار كولو چې پكښې 239 كسان راويستل شوي وو او پكښې ډېر ژوبل شوي وو.