مدينه منوره 26 نومبر (اے پي پي) د سعودي په مدينه منوره ښار كښې د بس او ټرك د ټكر كېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه او 48 ژوبل شوي دي. د عرب مېډيا له مخې د سعودي رېډكرېسنټ اهلكار خالد السهلالي وئيلي دي چې دا پېښه د مدينه منوره په لويه لار الهجره هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو يو بس ټرك سره ټكر شو. په پېښه كښې مړه او ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي. د يادونې په وړ ده چې په دې لويه لار ډېره ګڼه ګوڼه وي. په مكه او مدينه كښې دا لويه لار زائرين استعمالوي. په كال 2019م كښې هم په دې لار د بس او لوډر په ټكر كښې 35 زائرين په حق رسېدلي وو.