پاكستان به د يو امن لرونكې٬ مستحكم٬څوكاله افغانستان مرسته روانه ساتي۔شاه محمود قرېشي

APP95-251121 ISLAMABAD: November 25 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi virtually addressing the 20th anniversary meeting of the Council of Heads of Governments of SCO Member States. APP

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان به د يو امن لرونكې ٬ مستحكم٬څوكاله افغانستان مرسته روانه ساتي كوم چې سيمه د ايز امن٬پرمختګ او معاشي پرمختګ بېلو پړاؤنو باوجود د اېس سي او غړي هېوادونه چې اوس هم د غريبۍ٬غذائي تحفظ او ماحولياتي بدلون پشان خطرو سره مخ دې۔په دې ګڼ اړخيزه مسئلو په ګډه قابو موندلے شي۔ده د زيارت په ورځ د اېس سي او حكومتي مشرانو كونسل غونډې ته خطاب كولو۔ده د اېس سي او سيمې اولس پرمختګ او څوكالۍ لپاره د وزيراعظم عمران خان د اړخه د نيكو هيلو پیغام وړاندې كولو كښې ووئيل متحده مجلس د سيمه ايز تنظيم په توګه اېس سي او او نړيوالې ورورولۍ كښې يو جلا مقام لري٬شريكې مرستې او د شخړو په حل زور راوړولو سره اېس سي او په يو داسې نړۍ كښې انسانيت له د اميد پیغام وركوي چرته چې د مقبوليت پسندۍ او اجتماعيت څخه ځانله پاتې كېدو روش تندۍ سره وده مومي۔دغس ېاېس سي او د معيشت او سلامتيا په حقله رابطو جوړولو او كوټلي پرمختګ پشمول په بېلو څانګو كښې د رياستونو ترمينځه مرستې له يو زړه راښكونكې موقع وركوي۔ده ووئيل سږ كال د مشرانو غونډه د اېس سي او جوړېدو 20مه سالګره لمانحي۔دا مرحله مونږ له د جائزې او په اجتماعي توګه سيمه كښې د امن او پرمختګ د سباؤن لارې جوړولو موقع راكوي۔ده ووئيل په تېرو څو مياشتو كښې په افغانستان كښې بنيادي بدلون رامخې ته شوے٬د افغانستان اولس نن د معاشي او انساني نوعيت مسئلو سره مخ دے۔نړيوالې ورورولۍ له د افغانانو ستونزو لرې كولو لپاره تعميري انداز كښې ربط جوړولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل پاكستان د افغانانو په دې سخت وخت كښې مرسته روانه ساتلو سره نور هم ګڼ اقدامات كړي۔د افغانستان په حقله مونږ د خپلو نړيوالو او سيمه ايزو شراكتدارو سره رابطې هم روانې ساتلي۔ده ووئيل په اوسنو كښې مونږ د ټرائيكا پلس كوربتوب كړے او په تهران كښې د افغانستان د ګاونډيانو په وزارتي كچه غونډه كښې مو ګډون كړے٬مونږ به اشتراك عمل سره د افغانستان سره د كار چارې به روانې ساتو دغسې چې د اجتماعيت اقدارو ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئېل پاكستان به د يو امن ناكه٬مستحكم او څوكاله افغانستان مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل نن د حكومتي مشرانو د كونسل اېس سي او بجټ او په 2022 كښې پېل كېدونكې دور لپاره د دوه مستقل ادارو د نوې سټاف سټركچر منظوري وركوي۔پاكستان د سېكرټرېټ او ايګزېكټو كمېټۍ نائيبينو شمېره د پنځو څخه شپږو ته د رسولو د تجويز ملاتړ كوي۔مونږ 2022 لپاره د لس فيصده اضافي د مجوزه بجټ هم مرسته كوو۔ده ووئيل د غريبۍ ختمولو لپاره د كاميابو اقداماتو پېل كولو پاكستان پراخه تجربه لري٬مونږ باور لرو چې د پاكستان تجويز كړی د غريبۍ ختمولو لپاره خاص وركنګ ډله به په دې څانګه كښې د تجربو تبادلې له يوه ګټوره پيلټ فارم ثابت شي۔ده ووئيل د كوم هم معيشت پرمختګ لپاره نجي څانګه د انجڼ حېثيت لري٬د غړو هېوادونو نجي څانګو كښې مهمو طبقو تړلو په خاطر اقدامات٬كوټلې رابطې جوړولو او زمونږ د سيمې د وګړو تړلو مهمه ذريعه ثابتېدې شي او دې مقصد لپاره اېس سي او ٬ بزنس كونسل او اېس سي او انټر بينك اېسوسي اېشن تجارتي او معاشي څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو مهم اقداماتو كښې شامل دي۔