د ګلګت بلتستان وزيراعلی خالد خورشيد د كوهستان په ټرافېكي پېښه كښې په حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي وكړه

ګلګت 24 نومبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعلی خالد خورشيد په كوز كوهستان كښې په ټرافېكي پېښه كښې په حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غم رازي ښكاره كرې ۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد ضلعي انتظاميې او د مرستې ادارو ته په پیښه كښې په حق رسېدليو كسانو مړي خپلو كورونو ته د رسولو لپاره په سمدستي توګه د اقدامات كولو هم سپارښتنه كړې۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي