پاكستاني زده كوونكي د كاناډا په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي. د كاناډا پاكستاني نژاد د پارلمان غړې اقرا خالد د پاكستاني هائي كميشن تر سيوري لاندې وېبنار ته وېنا

اسلام آباد 24 نومبر(اے پي پي) د كاناډا پاكستاني نژاد د پارلمان غړې اقرا خالد وئيلي دي چې په كاناډا كښې د تعليم خواهشن لرونكو پاكستاني زده كوونكو د وېزې خواستونو پراسېسنګ د ابوظهبي څخه اسلام آباد ته منتقل كول ضروري دي، د زياتېدونكي لېبر ماركيټ له امله كاناډا د اميګرېشن په يوه ښه پاليسي انحصار لري، پاكستاني زده كوونكي د كاناډا په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي. هغې دا خبرې د پاكستاني هائي كميشن تر سيوري لاندې جوړ شوي وېبنار ته خپله وېنا كښې وكړې. د كاناډا د پارلمان غړې اقرا خالد ووئيل چې هغې د پارلمان غړې په حېث د تېرو شپږو كلونو په مهال د پاكستان او كاناډا ترمېنځه د اولسي روابطو زياتولو، د تجارت، تعليم، كلتور او ورثه دوه اړخيزه روابط قوي كولو سره سره د كاناډا د امېګرېشن نظام ښه كولو هڅې كړې دي چې دغسې مونږ د كاناډائي پاكستانيانو هيلې پوره كړې شو