پېښور ۔23نومبر(اے پی پی)په پېښور موټروے د ټرافېكي پیښې په نتيجه كښې پنځه كسه سخت ژوبل شوي څوك چې په اندېښمن حالت كښې ليډي ريډنګ روغتون ته منتقل كړے شوي ٬په ژوبل شوو كښې د د دريو حالت اندېښمن دے۔د تفصيلات له مخې تېره ورځ د موټروے ټول پلازې سره نزدې دوه ګاډي خپل مينځ كښې ټكر شوي چې په نتيجه كښې يې پنځه كسان سخت ژوبل شوي څوك چې په اندېښمن حالت كښې ليډي ريډنګ روغتون ته منتقل كړے شوي ۔په ژوبل شوو كښې د دريو حالت اندېښمن دے كوم چې په آئي سي كښې بستر دے ۔پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پیل كړي