تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 1477.52 فټه رېکارډ شوه ، 8 پېداواري يونټس بند

هري پور 23 نومبر (اے پي پي) تربېلا ډيم كښې د اوبو كچه كښې د كمي نه پس لېول 1477.52 فټه رېكارډ كېدو نه پس اته پېداواري يونټس بند كړے شوي۔ د تربېلا بند وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري شوو شمېرو له مخې ډېم كښې د اوبو كچه 1477.52 فټه رېکارډ شوې۔ بند ته د اوبو راتګ 23300 او وتل 55 زره کيوسك دے او د بند په 17 پېداواري يونټس كښې اته بند او 9 پېداواري يونټس څخه د برېښنا پېداوار 645 مېګاٶاټ رېكارډ كړے شوے