د چين د زېنګزو پاور كالج او د لاهور د يونيورسټي آف انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي ترمېنځه د تقافتي تبادلو په اړه آن لائن دستوره

بيجنګ 23 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او چين د سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې په لړ كښې د چين په پايه تخت بيجنګ كښې د چين د زېنګزو پاور كالج او د لاهور د يونيورسټي آف انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي ترمېنځه د تقافتي تبادلو په اړه آن لائن دستوره وشوه. د چائنه اكنامك نېټ له مخې په آن لائن دستوره كښې د دواړو ادارو زده كوونكو په بشپړه توګه برخه واخسته او خپل كلتور ئې وړاندې كړو. د يادونې وړ ده چې دې دواړو ادارو سږ كال د ستمبر په مياشت كښې د توان او تعميراتو په څانګو كښې د مرستې تفاهم لاسليك كړے و