د بلوچستان اعلٰی وزير مير عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان آئي جي رائے محمد طاهر سره د هغه د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلٰی وزير مير عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان آئي جي رائے محمد طاهر سره د هغه د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔په دې موقع ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔