د نواب ثناﺀ الله خان زهري د مير محمد خان ابابكي او د هغه د ملګرو په وژنه د افسوس څرګندونه

کوئټه۔22نومبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند مركزي لارښودو او د بلوچستان اعلی وزير نواب ثناﺀ الله خان زهري د پيپلز ګوند مستونګ لارښود مير محمد خان ابابكي او د هغه د ملګرو د وژنې په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل د میر محمد خان ابابکی او د هغه د ملګرو د هدفي وژنې دا پېښه يوه لويه پېښه ده۔ نواب ثناءاللہ خان زهری حكومت څخه غوښتنه وكړه چې په پېښه كښې ككړ كسان نيولو له دې فوري ګامونه پورته كړې شي۔ هغه ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ غمجنيو كورنيو سره يؤ۔ هغه دعا وكړه چې لوئې څښتن دې په حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔