فېصل آباد۔22نومبر(اے پی پی) په فېصل آباد كښې د ګل په ورځ په دوه ترافيكي پېښو كښې دوه كسان مړه شوي دي۔ د تفصیلات لمخې په كھرړيانواله لاهور روډ شېل پمپ ته نزدې د چنګ چي ركشې او لوډر ركشې ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 40 كلن اقبال مړ او 28 كلنه رابعه ژوبل شوه۔ په يوه بله ترافيكي پېښه كښې يو موټر سائيكل بې قابو كېدو سره د برېښنا پول سره ټكر شو چې نتيجه كښې ئې يو 12 كلن هلك بلال مړ شو۔ دا پېښه په چك نمبر 136 ګ ب سمندري كښې رامخې ته شوه۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 ډله د پېښې ځائې ته ورسېده او د حق رسېدلي مړې ئې سمندري پوليس ته وسپارلو۔