كابل 22 نومبر (اے پي پي) د افغانستان د كاپيسا ولايت په سرښار كښې د هېلتھ كلېنك د بنياد تيګه كېښودل شوه. د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د طالبانو د حكومت يو چارواكي محمد قاسم زاده ووئيل چې د ختيځ كاپيسا ولايت په سرښار كښې د يو هېلتھ كلينك د بنياد تيګه كېښودل شوې. د 167,000 امريكائي ډالرو په لګښت سره به دا كلينك په يو څو مياشتو كښې ترسره شي ٬ د سيمې د زرګونو په شمېر خلق به د دې څخه استفاده وكړې شي. په دې جنګ ځپلي هېواد كښې د روغتيا څانګه يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده. د افغانستان نوے حكومت په دې ستونزو د قابو موندلو هڅې كوي.