خرطوم ۔22نومبر(اے پی پی) د سوډاني پوځ سرلښكر په افريقائي ائتلاف زور راوړې دې چې هغه دې د سوډان غړېتوب بحال كړي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سوډان د عبوري خود مختار كونسل چيئرمېن او د سوډاني وسله وال جنرل كمانډر عبد الفتاح البرهان افريقائي ائتلاف څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې په افريقائي بلاك كښې د سوډان غړيتوب بحال كړي۔ د البرهان دا اپيل د كانګو دوهم وزيراعظم خارجه وزير كرسټف لوټنډولا اپالا سره ملاقات كَښې وكړو د چا هېواد چې دا مهال د افريقائي ائتلاف د غونډې مشري كوي۔ بيان كښې وئيلې شوي دي چې سوډاني سرلښكر افريقائي ائتلاف كښې بېرته راتللو او د سوډان د اوسنو ګامونو په اړه د غلط فهمي لرې كولو په اهميت زور راوړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د البرهان د بېړني حالت اعلان او د خود مختار كونسل كابينې تحليل كولو نه څو ورځې وروستو وروستو افريقائي ائتلاف په 27 اكتوبر د سوډان غړېتوب معطل كړې وو۔ دې نه وړاندې د اتوار په ورځ جنرل کمانډر عبدالفتاح البرهان او سوډانی وزیر اعظم عبد اللہ حمدوک يوه سياسي اعلاميه لاس ليك كړې وه په كومه كښې چې د حمدوك يو وارې بيا وزيراعظم غوره كول شامل وو۔