لندن۔22نومبر(اے پی پی) د جی سېون هېوادونو خارجه وزيرانو 3 ورځنۍ غونډه د دسمبر 10 مې نېټې نه په برطانوي شار لېور پول كښې پېل كېږي۔ دا خبره د برطانيې خارجه وزارت په خپل يو بيان كښې كړې۔ په سر مشريزه غونډه كښې به د امريكا ٬ فرانس ٬ المان ٬ اطاليا ٬ كېنېډا ٬ جاپان او اروپائي ائتلاف خارجه وزير ګډون كوي۔ په غونډه كښې په اولني ځل د آسیان خارجه وزيران هم ګډون كوي۔ غونډه كښې به د كووډ – 19 ٬ نړيوالې روغتيا او د بشري حقونو په ډول مسئلو د خيالاتو څرګندونه كولې شي