د اسرائيلي ترهګرۍ په نتيجه كښې 15 فلسطيني كوچنيان شهيد٬ 1149 بنديان شوي٬ د فلسطين د اطلاعاتو مركز

رام اللہ ۔22نومبر(اے پی پی) د فلسطین د بشري حقونو یوې ډلې په یو راپور کښې وئیلي چې د روان کال په مهال تر دې دمه د اسرائيلي پوځ د دولتي ترهګرۍ په نتيجه كښې 15 فلسطینی ماشومان وژل شوي او 1149 بندیان شوي دي. د فلسطين د اطلاعاتو مركز لمخې د بنديانو چارو كلب لخوا د كوچنيانو نړيوالې ورځې په مهال جاري كړې شوي راپور كښې وئيلي شوي دي چې د روان كال په مهال تر دې دمه د اسرائيلي پوځ په وحشیانه عملیاتو كښې 15 ماشومان شهيد شوي او تر زرو زیات بندیان شوي دي۔ راپور كښې وئيلي شوي دي چې دا مهال په اسرائيلي زندانونو كښې 160 كوچنيان بنديان دي كومو كښې چې زياتره جسماني او ټول نفسياتي تشدد سره مخ كړې شوي دي۔ د راپور له مخې د كال 2000 نه وروستو تر دې دمه د 18 كاله نه د كم عمر 19 زره كوچنيان نيولې شوي دي