كوئټه 21 نومبر(اے پي پي) د بلوچستان د هرنائي ضلعې په شاهرګ سيمه كښې د نامعلومو وسله والو په ډزو كښې درې مزدوران وژل شوي دي. د خبر له مخې د اتوار په ورځ د هرنائي ضلعې په شاهرګ سيمه كښې د امان الله تارن د كوئلې په كان نامعلومو كسانو ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې درې مزدوران په حق ورسېدل. ډزې كوونكي د پېښې د ځائ څخه تښتېدلي دي. پوليسو او امينتي ځواكونو د تورنو لټون پېل كړے دے.