خرطوم 21 نومبر(اے پي پي) د سوډان سينئر مېنځګړي ﴿ثالث﴾ فضل الله برما وئيلي دي چې د سوډاني وزيراعظم عبدالله حمدوك د راستنېدو او د سياسي بنديانو خوشې كېدو يو سياسي لوظنامه شوې ده. د فرانسوي مېډيا له مخې د سوډان سينئر ثالث فضل الله برما وئيلي دي چې د ستر جنرال عبدالفتاح البرهان، وزيراعظم عبدالله حمدوك، سياسي قوتونو او د سول سوسائټۍ تنظيمونو ترمېنځه د حمدوك راستنېدو او د سياسي بنديانو خوشې كولو يوه سياسي لوظنامه شوې ده.