ابوجا 21 نومبر(اے پي پي) په نائجېريا كښې د جيګاوا ايالت په ګاسينا درياب كښې د مسافرو كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې 7 ماشومانې په حق رسېدلې دي. د تركيې مېډيا له مخې د جيګاوا ايالت د پوليسو وياند وئيلي دي چې دا كشتۍ د ګافاسا سيمې څخه ميولېټ كنډيلي سيمې ته د يو مذهبي رسم نه پس بېرته روانه وه كومه چې په درياب كښې ډوبه شوه او په نتيجه كښې ئې 7 ماشومانې په حق ورسېدې. د پېښې په مهال درې كسان ژوندي بچ كړې شوي دي.