ابوجا 21 نومبر(اے پي پي) د نائجېريا امنيتي ځواكونو د دوه مياشتو په مهال د تښتوونكو څخه 544 كسان راخوشي كړي دي. د تركيې ځائي مېډيا له مخې دا كسان وسله والو د نائجېريا په زمفارا ايالت كښې تښتولي وو. د پوځي چارواكو له مخې امنيتي ځواكونو د تېرو دوه مياشتو په مهال د عملياتو په نتيجه كښې 544 كسان د تښتوونكي څخه راخوشي كړي دي. په دې كسانو كښې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي. راخوشي كړې شوي 95 زده كوونكي خپلو كورنيو ته سپارل شوي دي. پوځي چارواكو وئيلي دي چې دوي په دې وروستيو كښې د عملياتو په مهال ډېرې كاميابې ترلاسه كړې دي.