لېبيا سره نزدې اروپا ته د تللو په هڅه كښې 75 غېر قانوني كډوال په سمندر كښې ډوب شوي. آئي او اېم

طرابلس 21 نومبر(اے پي پي) د كډوالو نړيوالې ادارې ﴿آئي او اېم﴾ وئيلي دي چې لېبيا سره نزدې اروپا ته د تللو په هڅه كښې 75 غېر قانوني كډوال په سمندر كښې ډوب شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې آئي او اېم په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې دا 75 غېر قانوني كډوال د لېبيا څخه روان شوي وو كوم چې په سمندر كښې ډوب شول. د يادونې وړ ده چې د شمالي افريقې دا هېواد لېبيا هغو غېر قانوني كډوالو لپاره يو خوښ مقام ګرځېدلے كوم چې د بحيره روم نه تېرېدو سره د اروپا ساحلي سيمو ته رسېدل غواړي.