نوے ډيلے 20 نومبر (اے پي پي) د هند په آندهراپردېش ايالت كښې د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې 15 كسان مړه او د 100 نه زيات بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې سېلاب په څلور ضلعو چتور، كړپه، كرنول او اننت پور كښې تباهي خپره كړې ده او د خلقو ژوند ئې سخت ځپلې دے. د هندي چارواكو له مخې په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې روانې دي او د بې دركه كسانو د لټون عمليات هم پېل كړې شوي دي. د سېلاب له امله رېل او سړكونو ته سخت زيان رسېدلے او ټرافيك معطل دے.