د سږني كال په پېل كښې لس لكه افغان كډالد پاكستان او ايران نه راستانه شوي۔ د كډووالو لپاره نړيوال تنظيم

كابل 19 نومبر (اے پي پي) كډوالو لپاره نړيوال تنظيم (آئي او اېم) خپل رپورټ كښې وئيلي ديد سږني كال په پېل كښې لس لكه افغان كډال د پاكستان او ايران نه راستانه شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ آئي اواېم افغانستان خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي سږ كال د يو مېلين نه زيات كډوالو د پاكستان او ايران څخه راستانه شوي يا افغانستان ته رالېږلې شوي د چا چې په سمدستي توګه مرستې ته اړتيا ده۔ رپورټ كښې وئيلي شويد آئي او اېم حفاظتي ډلې د راستنو شوو افغانانو مرسته كوي٬ دا بيان په داسې وخت كښې رامخئ ته شوے كله چې د ملګرو ملتونو اېجنسۍ٬ د مرستې تنظيمونه او يو شمېر غېر سركاري تنظيمونه د ژمي نه وړاندې ستونزو سره مخ افغانانو ته د مرستې سامان وركوي