کابل 17 نومبر (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي په امريكا زور رواړې دې چې امريكا دې د افغانستان منجمد كړې شوې اثاثې بحال كړي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د شورو په ورځ د امريكې كانګرېوس ته په ليكلي شوي پرانستې چيټۍ كښې ده ووئيل تېر كال فرورۍ كښې په دوحه كښې د ترسره شوې لوظنامې نه پس مونږ يو بل سره متصادم شوې نه يو او نه مو عسكري مخالفت كړې كومه چې د افغانستان د اثاثو منجمد كولو لپاره جواز او سبب جوړېدې شو٬ دا مهال كله چې مونږ سره امريكې سره د مثبت اړيكو ښه موقع ده د بنديزونو او فشار آپشن زمونږ د اړيكو په ښه كېدو كښې مرسته نشي كولې دې لپاره دواړو هېوادونو لپاره ضروري ده چې اعتماد سازۍ لپاره په زړه پورې اقدامات وكړي۔ ده ووئيل افغانستان اندېښنه لري چې په موجوده وضعه كښې كومه تبديلي نه كېدو سره به افغانان نورو ستونزو سره مخ شي او دا به په هېواد منطقه او نړۍ كښې په لويه كچه د كډې كولو ذريعه جوړه شي كومې څخه چې به نړۍ ته نورې انساني او معاشي مسئلې رامخې ته شي۔ د يادونې وړ ده چې امريكې د افغانستان 9 ارب ډالره اثاثې منجمد كړې دي