د میانمار تھائي لېنډ سره د خپلو پولو پرانستلو اعلان

نیپیداو۔17نومبر(اے پی پی) میانمار وئیلي چې راتلونکې میاشت به هغه له چین او تھائي لېنډ سره خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي. د آلمان خبري آژانس د میانمار د اطلاعاتو د وزارت حوالې سره وئیلي چې په دغه هیواد کښې د کورونا وېروس په ضد د واکسینو کچه ښه شوې او له همدې امله د پولو د پرانستلو پرېکړه شوې، خو د دې اقدام لپاره کومه نیټه نه ده اعلان شوې. چارواکي وايي، له دغو هېوادونو سره به د راتلونکي کال په لومړۍ ربع کښې فضائي رابطې بېرته پیل شي.