په افغانستان كښې د خوراك موجوده بحران د پخواني حكومت نه په ميراث كښې پاتي دے۔طالبان

كابل 16 نومبر (اے پي پي)په افغانستان كښې د طالبانو حكومت د روغتيا نائب وزير عبدالباري عمر وئېلي دي په افغانستان كښې د خوراك موجوده بحران د پخواني حكومت لخوا پاتې شوے ميراث دے٬د نهې په ورځ په كابل كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل د خوراك او څښاك د څيزونو كمے د افغانستان د تېر حكومت پاتې ميراث دے كوم چې د دې بحران مخ نيوي لپاره كوم اقدامات نه دي كړې۔ده په نړيواله ټولنه تور ولګولو چې خپل كړي لوظونه نه پوره كوي۔د يادونې وړ ده ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې په افغانستان كښې د وچ كالۍ او د طالبانو د قدرت نه پس د پېدا شوي اقتصادي بحران په نتيجه كښې په ژمي كښې نزدې 2 كروړه 20 لكه افغانان د خوراك كمي سره مخ كېدے شي۔