نړيوال بېنك، اروپائي ائتلاف او يواېس اېډ افغانانانو سره خپل كړي لوظونه نه دي تر سره كړي۔ د طالبانو حكومت د صحت نائب وزير خبري كنفرنس

کابل 16 نومبر (اے پي پي) د طالبانود حکومت د صحت نائب وزير عبد الباري عمر وئيلي دي په افغانستان كښې د خوراك كمےيوه لويه مسئله ده كومه چې پخوانو واكدارانو په ميراث كښې پرېښودې ده۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې ده په كابل كښې يو خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د ورلډ فوډ پروګرام د شمېرو حواله وركولو سره ووئيل د سږ كال په پائ كښې به د پنځو كالو نه د كم عمر نزدې 32 لكه كوچنيان د غذائي كمي سره مخ شي۔ ده ووئيل د امريكې مرسته لرونكو پخوانو واكدارانو د دې تباهۍ لاره نيولو لپاره هېڅ اقدامات نه دي كړي۔ ده زياته كړه چې تر شلو كالو د صحت څانګې انحصار په غېر ملكي مرسته ؤ ٬ داسې كوم كوټلي ګامونه نه دي پورته كړې شوي چې ورسره د هېلته كېئر انفراسټركچر او د دغې وسائلباقي پاتې شي۔ د طالبانو لارښود ووئيل غېر ملكي عطيه وركوٶنكو او غېر حكومتي تنظيمونو هر څيز لپاره مالي مرسته كړې خو يوه كارخانه ئې نه ده جوړه كړې ٬ ځائي وسائلو هېڅ نه دي كارولې شوي۔ د صحت نائب وزير عمر ووئيلكهپه غېر ملكي وسائلو كښې تخفيف وكړے شي او نړيوال تنظيمونه خپله مرسته ايساره كړي نو د افغانانو په خدماتو كښې به ستونزو سره مخ شوو۔ ده ووئيل نړيوال بېنك، اروپائي ائتلاف او يواېس اېډ افغانانانو سره كړي لوظونه نه دي تر سره كړي ۔ دصحت وزير عبدالباري عمر په نړيواله ورورولۍ د مرستې په لوظونو كښې د پاتې راتللو تور لګولو سره ووئيل نړيوالو تنظيمونو افغان اولس او حاجت مندو سره لوظ كړے ٶ او د هغوي نعره وه چې د صحت خدمات به د سياست څخه جلا ساتلے شي خو چې كله حكومت بدل شو نو د بده مرغه هغوي هر څه په سياسي اېجنډا بدل كړل۔ د يادونې وړ ده ملګرو ملتونو د وړاندې نه خبردارے وركړے چې په افغانستان كښې د وچ كالۍ او د طالبانو د اقتدار سنبهالولو نه پس د رامخې ته شوي اقتصادي بحران په نتيجه كښې د يخنۍ په راتلونكي موسم كښې په هېواد كښې نزدې 2 كروره 20 لكه كسان د خوراك سخت كمي سره مخ كېدے شي