افغانستان كښې د 130 مېرمنو خرڅونكې تن ونيولې شو

قندوز 16 نومبر (اے پي پي) طالبانو د افغانستان په شمالي ولايت جوزجان كښې په مبينه توګه نزدې د 130 مېرمنو سودا كوٶنكې تن نيولې دې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د طالبانو د صوبائي پوليسو وياند ملا سراج د نهې په ورځ ميډيا ته ووئيل دا تن د ګل په ورځ په جوزجان ولايت كښې د شپې نيولې شوې دې ۔ ده ووئيل د كېس په لړ كښې پلټنې په ابتدائي پړاٶ كښې دي٬ هيله لرؤ چې مونږ به د دې كېس پحقله معلومات رامخې ته كړؤ۔ د پوليس مشر محمد سردار مبارز ووئيل دې تن به بې وسه مېرمنې شمندو كسانو ته د واده كولو په لالچ بل ولايت كښې خرڅولې او دغسې ده په دې طريقه په مبينه توګه نزدې 130 مېرمنې خرڅې كړې دي