بې وزله وګړو ته به د روغتيا معياري او غوره آسانۍ وركولو لپاره پرله پسې ګامونه پورته كولې شي ۔ د بېګم ثمينه علوي په کوئټه كښې د کېنسر روغتون دورې په مهال خبرې

کوئټه 16نومبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي د نهې په ورځ د كېنسر روغتون سنټر فار نيو كليئر مېډيسن اېنډ رېډيو تهراپي “سېنار” دوره وكړو او د حكومت لخوا ئې د 808 ميليونه روپو اپ ګرېډېشن منصوبې له مخې په روغتون كښې نصب كړې شوې جديد رېډيو تھراپي مشين پرانسته وكړه۔ په دې موقع د روغتون ډائريکټر حافظ خوش نصيب او کنسلټنټ ډاکټر فېروز خان اچکزئي وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي په اداره كښې د دارو درملو د سهولتونو نه خبر كړه ۔ په دې موقع د بلوچستان نوموړې سماجي شخصيت ثريا الله الدين هم موجود وه۔ بېګم ثمينه علوي د او پي ډي او د پي آر سي لېب پشمول د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه او په روغتون كښې په وركړې كېدونكو طبي سهولتونو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع بېګم ثمينه علوي ووئيل په بلوچستان كښې د كېنسر درملنې لپاره د سينار طبي خدمات د ستائنې وړ دي چرته چې د كېنسر غوندې د موذي رنځ رنځورانو ته طبي آسانۍ وركولې شي۔ وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي ووئيل بې وزله وګړو ته به د روغتيا معياري او غوره آسانۍ وركولو لپاره پرله پسې ګامونه پورته كولې شي