هند ٬ ترافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه ٬ 4 ژوبل

نوې ډيلې ۔16نومبر(اے پی پی) هند كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه او 4 نور ژوبل شوي دي۔ د هندي ابلاغ ذريعو د پوليس وياند ميډيا سره د خبرو حوالې سره وئيلي دي چې د ختيځ رياست بهار لكھي سرائی ضلعې په شېخ پوره سيمه كښې دا ترافيكي پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د مسافرو يو وين د بل اړخ نه راروان ټرك سره ټكر شو۔ د پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 4 نور ژوبل شول۔ د هغه وېنا وه چې په ځپليو شويو كښې دوه مېرمنې او يو كوچنې هم شامل دے۔ بلخوا رېسكيو ډلې مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي