کېپ ټاٶن 15 نومبر (اے پي پي) په فلسطينيانو د ظلمونو په ضد سوئيلي افريقې راتلونكې مياشت په اسرائيل كښې د مس يونيورس د سيالو بائيكاټاعلان كړے۔ د المان ميډيا له مخې په دې لړ كښې په سوئيلي افريقه كښې دا مطالبه روانه ده چې “مس ساوته افريقه لالېلا اېم سوانے” له د دې سيالو بائيكاټ پكار دے او د دې نه پس د سوئيلي افريقې حكومت د خپلې پرېكړې اعلان كړے۔ د سوئيلي افريقې د تهذيب او كلتور وزارت تېره ورځ خپل يو بيان كښې د دې سبب بيانولو كښې ووئيل د فلسطينيانو په ضد ظلمونه نشي نظر انداز كېدے ځكه چې د دغه ظلمونو دستاوېزي شكل موجود دےاو د وګړو د جائز نمائنده په حېث حكومت د خپل ضمير په غږ داسې پروګرامونو سره ځان نشي تړلے