احساس سکالر شپ پروګرام، 270 زده كوؤنكو ته 3 كروړه روپۍ وركړې شوې

ملتان۔15نومبر(اے پی پی) د پنجاب د توان صوبائي وزير ډاكټر اختر ملك د احساس سکالر شپ پروګرام ترسېوري لاندې په یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی ملتان كښې 270 زده كوؤنكو ته نزدې د 3 كروړه روپو ماليت چېكونه وركړل ٬ هر يو زده كوؤنكي ته د يو لك 7 زره 250 روپو ماليت احساس سكالرشپ وركړے شو۔ په دې موقعه د یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی ملتان وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عامر اعجاز، رجسټرار ډاکټر عاصم عمر ، انجینئر ظهیر عباس، انجینئر کاشف،انجینئر کامران عمر او ګڼ شمېر زده كوؤنكي موجود وو۔ صوبائي وزير ووئيل د احساس سکالر شپ پروګرام مقصد د قابلو زده كوؤنكو ډاډګيرنه كول دي دغسې چې د هغوي د زده كړې سرګرمۍ لا تندې كړې شي او هغوي خپل تكنيكي ضروريات هم ترسره كړې شي۔ په دې موقعه وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عامر اعجاز صوبائی وزیر ته د پوهنتون د نوې ودانۍ جوړولو په اړه بريفنګ وركړو۔ صوبائي وزير په لږ وخت كښې د زده كوؤنكو د شمېرې زياتولو ٬ نوې تعليمي پروګرامونو لانچ كولو او د پوهنتون د تلپاتي فنانشل ماډلو پلو تللو لپاره د وائس چانسلر د هڅو ستائنه كولو سره هغه ته مباركي وركړه۔