د باجوړ خار تحصيل كښې بمي چاؤدنه، 2 پوليس اهلكار شهيدان

اسلام آباد 13نومبر (اے پي پي) د باجوړ په خار تحصيل كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار شهيدان شوې دي ۔ نجي ټي وي چينل له مخې ډي پي اوعبدالصمد خان د چاؤدنې تصديق كولو سره وئيلي چې چاؤدنه د راغګان ډېم سره نزدې شوې چې په نتيجه كښې ئې دوه پوليس اهلكار شهيدان شوې۔ده ووئيل د چاؤدنې نه پس پوليس سيمه په ولقه كښې اخستلو سره پلټنې پيل كړې دي۔