اسفنديار ولي په افغانستان كښې د بمي چاودنې غندنه وكړه

پېښور 12نومبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل ګوند مركزي صدر اسفنديار ولي خان د افغانستان په ننګر هار صوبه كښې په جومات كښې د بمي چاودنې غندنې كولو سره وئېلي دي چې بې ګناه كسان شهيد كول غېر انساني فعل دے٬په جومات كښې مونځ كونكي په بې دردۍ سره شهيد كول د انسانيت په نوم ځناور دي٬د امن ناكه پاكستان لپاره امن ناكه افغانستان ته اړتيا ده٬حالات كوم بل پلو روان په نظر راځي۔عوامي نېشنل ګوند په هر شكل٬هر ځاې او هر وخت د ترهه ګرۍ په ضد ولاړ دے۔ده د شهيد شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره وئېلي دي چې لوے څښتن دې هغوي له لوړې درجې وركړي۔ده د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه