د خېبر پختونخوا اسمبلۍ غونډه د روانې مياشتې تر 22 مې نېټې وځنډولې شوه

پېښور ۔12 نومبر(اے پی پی) په خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې په ګرانۍ د روان بحث په مهال يو وارې بيا اپوزيشن كورم په ګوته كړو ٬ دې نه وروستو په ايوان كښې د غړو د كمې شمېرې په سبب دوهم سپيكر محمود جان غونډه د روانې مياشتې تر 22 مې نېټې وځنډوله۔ د جمعې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه كښې چې څه وخت د اے اېن پي غړې شګفته ملك په ګرانۍ بحث پېل كړو نو د جے يو آئي غړي مياں نثار ګل كورم په ګوته كړو۔ په دې سپيكر دوه دقيقيو لپاره د ټلۍ وهلو امر وكړو۔ كله چې غونډه يو وارې بيا پېل شوه نو د كارروائي روانې ساتلو لپاره د غړو مطلوبه شمېره نيمګړې وه په دې غونډه د روانې مياشتې تر 22 مې نېټې وځنډولې شوه۔