په انډونیشیا كښې د 6.1 شدت زلزله

جکارته۔11نومبر(اے پی پی)د انډونیشیا په پاپوا صوبه كښې د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي دي۔ دچين خبر رسنې ادارې د انډونيشيا د موسميات او جيو فزكس ايجنسۍ حوالې سره وئيلي چې د زيارت په سهار د پاپوا صوبې كيمانا ضلعې څخه 115 كلوميټره لې په سوئيلي ختيځ كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.1 ريكارد كړې شو۔ د زلزلې مركز د زمكه كچې نه 14 كلوميټره ژوره كښې ؤ۔ د زلزلې د لاسه د شوي ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع تر دې دمه نه ده ترلاسه شوې٬ بلخوا سيمه كښې د سونامي كوم وارننګ هم نه دے جاري كړې شوې۔