د نامعلوم كس په ډزو دوه كسه مړه٬لاروے ماشوم ژوبل

بره دير 10 نومبر (اے پي پي)صدبر كلي كښې د نامعلومه كس په ډزو دوه كسه مړه او يو لاروے ماشوم ژوبل شوے۔د پوليس له مخې د صدبركلي سره د پوليس سټېشن ثمرباغ په حد كښې نامعلومه كس په ډزو كولو عمل خان او ديدن سيد وژلي او لاروے ماشوم رضوان ژوبل شوے۔د مرګ ژوبلې سبب پخوانۍ دښمني ښودلې كېږي٬پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړي