خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د پخواني اېم پي اے جاوېد مومند لپاره لاس نيوه وشوه

پیښور 09 نومبر(اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د پخواني اېم پي اے جاوېد مومند لپاره لاس نيوه شوې ۔د نهې په ورځ د اسمبلۍ د غونډې په پېل د پي پي غړي نګهت ياسمين اوركزئي د ايوان پام دې پلو راوكرځولو چې جاوېد مومند اېم پي اے ډېر ښه سړے ؤ ٬هغه په ځوانۍ كښې په حق رسېدلے ٬د هغه بخښنې لپاره دې په غونډه دعا وكړې شي۔د جماعت اسلامي غړي عنايت الله ووئيل ارواښاد د كډني ټرانسپلانټ كړے ؤ او هغه د ژوند تر آخري ورځې په سياسي او سماجي توګه فعاله پاتې شوے ٬قيمتي ملګرېے زمونږ څخه جلا شوے ۔دغسې د ډپټي سپيكر محمود جان په سپارښتنه عنايت الله په ايوان كښې د جاوېد مومند بخښنې لپاره اجتماعي دعا وكړه۔