علامه اقبال د برصغير مسلمانان د غفلت خواب څخه بيدار كړې، صدر مملکت ډاکټر عارف علوي

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي مصور پاکستان علامه محمد اقبال په زيږدنې ورځ هغه ته په ښه ډول پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه د خپلو تقريرونو او تحريرونو او عملي اقدامات د لارې د برصغير مسلمانان د غفلت خواب څخه بيدار كړې ؤ او هغوې كښې ئې نوې جوش او ولوله پيدا کړې، علامه اقبال مسلمانانو ته مخ په وړاندې تللو او نړۍ كښې خپل مقام پيدا کولو لپاره د علم او هنر ترلاسه كولو ترغيب وركړې، هند كښې مسلمانانو له د پرمختګ او انصاف موقعې نه دې وركړې شوي، هند نن د مسلمانانو او نورو اقليتونو سره ناروا سلوك كولو سره تاريخ ختمول غواړي، جديد دور كښې مخ په وړاندې تللو لپاره د علم ترلاسه كولو نه غير بله كومه لاره نشته۔ده د نهې په ورځ بحريه پوهنتون كښې علامه اقبالؒ د زيږدنې ورځ په مناسبت سره دويم نړيوال کنفرنس پرانستې سېشن ته و ينا كوله۔ په دې موقع سنېټر وليد اقبال، ريکټر بحريه پوهنتون وائس ايډمرل کليم شوکت، وائس چانسلر رفاه پوهنتون پروفيسر ډاکټر انيس احمد او پروفيسر ډاکټر عادل مسعود هم خطاب وكړو۔ صدر مملکت په خپل خطاب كښې مصور پاکستان علامه محمد اقبال ته د ويږدنې ورځ په موقع پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه د شخصيت مهم اړخونه رامخې ته كړل۔ده ووئيل علامه اقبال مسلمانانو لوئ داعي ؤ،هغه په خپلو تقريرونو، تحريرونو او پيغامات كښې د برصغير مسلمانان د غفلت خواب څخه بيدار كړې ؤ او هغوې كښې ئې د آزادي په اړه جوش او ولوله پيدا کړې۔ صدر مملکت ووئيل نوې دور د علم په اړه تندۍ سره پرمختګ كوي، دې لپاره مخ په وړاندې تللو له علم ترلاسه كولو نه علاوه بله كومه لراه نشته۔ صدر مملکت جديد علوم او په خاص توګه انفارمېشن ټيکنالوجي څخه استفاده کولو او ذهانت او حکمت کارولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل علم او شعور سره قامونه جوړيږي۔ دې څخه وړاندې سنيټر وليد اقبال د بحريه پوهنتون د اړخه د اقبال ورځ په مناسبت سره په کنفرنس کولو مننه وكړه۔ د بحريه پوهنتون ريکټر وائس ايډمرل کليم شوکت په خپل خطاب كښې د صدر مملکت په کنفرنس كښې د كډون كولو هركلے وكړو۔