مېكسيكو سټي 08 نومبر(اے پي پي)په مېكسيكو كښې د كارګو ټرك شپږو ګاډو سره د ټكر په پېښه كښې 19 كسان مړه او 3 ژوبل شوي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي د مېكسيكو په چلكو سيمه كښې په لويه لاره كارګو ټرك نورو شپږو ګاډو سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې په څو ګاډو اور ولګېد. د چارواكو له مخې په پېښه كښې 19 كسان مړه او 3 ژوبل شوي كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي