په افغانستان كښې د پوليو د مخ نيوي كمپائن پېل شو

كابل 08 نومبر(اے پي پي) د افغانستان د روغتيا وزارت په ټول هېواد كښې د پوليو د مخ نيوي كمپائن پېل كړے دے. د چين خبر رسنې ادارې د افغانستان د روغتيا سرپرست ﴿لنډمهاله وزير﴾ قلندر عباد په قول وئيلي دي چې د دې ناروغې خاتمې لپاره په ټول هېواد كښې كمپائن پېل كړے شوے دے. ده ووئيل چې د روغتيا نړيوالې ادارې او د يونيسف په مرسته به د څلور ورځني كمپائن په مهال د پنځو كلونو نه د كم عمر 9.9 مليونه ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو واكسين وركولې شي.ده يو ماشوم ته د پوليو د واكسين څاڅكي وركولو سره د پوليو د مخ نيوي كمپائن پرانسته وكړه او وې وئيل چې د دې ناروغې د ختمولو هڅې روانې دي. د رپورټ له مخې په افغانستان كښې تېر كال د پوليو ټول 56 كېسونه ريكارډ شوي وو يو سږ كال تر اوسه په دې هېواد كښې يو كېس رامخې ته شوے.