د هند په چھتيس ګړھ ايالت كښې پوليس اهلكار ډزې كولو سره خپل څلور ملګري ووژل، درې ژوبل

نوے ډيلے 08 نومبر(اے پي پي) د هند په چھتيس ګړھ ايالت كښې پوليس اهلكار ډزې كولو سره خپل څلور ملګري وژلي او درې ئې ژوبل كړي دي. د هندي مېډيا له مخې پوليسو وئيلي دي چې په سكما ضلع كښې مرائي ګوډا سيمه سره نزدې د سنټرل ريزرو پوليس فورس په لنګن پلي كېمپ كښې د پوليس اهلكارو ترمېنځه په څه خبره جګړه وشوه. په دې موقع يو اهلكار ناتاره ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې څلور اهلكار مړه او درې ژوبل شول كوم چې روغتون ته ورسول شول. د جګړې وجه نه ده معلومه شوې.